۱۳۹۵/۰۹/۲۹

Beside helmand river, people come for recreation, as helmand's nearby districts collapsed by the Taliban, all citizens come here (Mirwais Nika Park) #Lashkargah #helmand #Afghanistan #everydayhelmand #everydayafghanistan


via Instagram http://ift.tt/2gUybFH

طالب د ښوونکې دنده ترسره کوي

په افغانستان کې د امريکايي پوځونو بريد په طالبانو باندې هغه عامل دی چې د افغانستان دننه او دباندې طالبان يې د افغانستان د اوسني نظام سره سخت ټکر کړل، طالبانو ته سخت تلفات واوښته او ډيرو يې فرار وکړ.

ملا عبدالله چې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د چهل دو سيمې اوسېدونکی دی، د هغو طالبانو څخه يو دی چې د دولت په ضد جنګيږي، د طالبانو په رژيم کي د يوې فرقې قومندان وو، د طالبانو د رژيم د نړېدو وروسته يې پاکستان ته کډه وکړه، د څه مودې وروسته بېرته افغانستان ته راغی او د طالبانو سره يو ځای سو خو د  امريکايي پوځونو د خوا ونيول سو او د دوو۲ کالو دپاره د باګرام زندان کې بندي وو، تر خوشي کېدو وروسته دا ځل هم د طالبانو د قومندان په ډول فعاليت کوی، کوم وخت چې امريکايي پوځونو پراخ عمليات پيل کړل ددوی سيمه تر بريد لاندې راغله او دی هم ټپي سو، څه موده وروسته چې امريکايي پوځونه د هلمند څخه ووتل او د هلمند په تېره بيا د ناوې ولسوالۍ امنيت مخ په ښه کېدو سو، ملا عبدالله د خپلو ماشومانو او د خپل کلي دماشومانو د بې سواده پاته کېدو مخنيوي ته ملا وتړل او په خپله بې له کوم فشار نه په خپله کوټه کې د کلي د ټولګی په نوم د ماشومانو او تنکي ځوانانو وړيا پوهنه او روزنه پيل کړه او په خپل لګښت یې د زده کوونکو دپاره درسي کتابونه، تختې،تباشیر او د ناستې فرشونه برابر کړل. دی اوس هم د طالبانو مهم غړی دی.

دی وايي چې: زه د اوسني نظام سره دښمني لرم نه د علم سره، د علم زده کړه فرض ده نو  ځکه ددې فرض د اداينې په خاطر مې دا ټولګی جوړه کړې او د هيڅ کوم متعلم او يا معلم سره مشکل نه لرم او په ټینګه د متعلم او معلم ملاتړ کوم.

ملا عبدالله د خپل کلي او محل د ماشومانو او تنکي ځوانانو د بې سوادی مخه نيولې تر څو د ناپوهی له درده يې خلاص کړي او لاهم په دې هڅه کې دی چې د خپل محل دپاره معياري ښوونځی ولري، دده نور کليوال هم دده د دې نېک عمل څخه راضي دي او د نورو خلکو څخه هم د ملا عبدالله په څېر د سپيڅلي خدمت کولو هيله لري.